د تکیه کلامونو اصلي لامل پيدا .....See more
د تکیه کلامونو اصلي لامل!
کېدای شي په دې برخه کې استثناء هم وي؛ خو معمولاً تکیه کلام د عصبي فشار له پاره یو کالب دی. مثلاً:
- پرون تللی وم هرات ته، اورې. په موټر کې ناست وم اورې چې یو کس راغی، زما موټر یې پنچر کړی اورې او زه خبر شوی هم نه یم اورې؟
- اوس موږ د کرونا وایروس له پاره یو درمل پیدا کړی خبره واوره، ته یې عملي کړه خبره واوره چې خدای صحت درکړي خبره واوره.
- څه ورته وايي، دا پاکستان چې دی، څه ورته وايي لومړی برتانوي هند و، دغه څه ورته وايي انګرېزانو دا نقشه جوړه کړې وه او څه ورته وايي پنجابیانو عملي کړه. دا څه ورته وايي په ۱۹۴۷ کې پاکستان ایجاد شو.
یا داسې نور ساري.
وا دې ورېده!
سر دې خلاص شو
ځواني دې نصیب شه
وایم
اممم
اهههم
آه
د تکیه کلام د ایجاد یو لامل د شخص له خوا اړیکوییکو د ستونزې او نه استعمال له وجې هم ده. دوی نه شي کولای یوه جمله له بلې هغې یا هم مبتدا له خبر سره ونښلوي. دوی مجبور دي چې له تکیه کلام څخه د یوه لېنک په توګه کار واخلي. او ویل کېږي چې دغه خلک له کمزورې قوې څخه برخمن دي چې تمرکز وکړي.
هغه انسان چې د تمرکز قوت نه لري، نه شي کولای دوه، درې یا لس جملې پرله پسې له خولې وباسي یا وتړي. دی باید یو تم ځای د ځان له پاره پیدا او جوړ کړي؛ تر څو دوه جملات سره وتړي / ونښلوي / تنظیم کړي.
هر څوک کولای شي خپل ثبت شوی غږ خپله واوري او پوه شي چې زما په په خبرو کې کوم توري اضافه وو. په حقیقت کې دا ستونزه هغه مهال هم رامنځ ته کېږي چې موږ د ویلو له پاره څه و نه لرو یا لږ څه ولرو.
د حل لاره څه ده؟
مکث او سکوت
ذهن باید شرطي شي
څنگه چې یو انسان د گناه د جبران له پاره یو ښه میکانیزم جوړوي(کله یې چې د سهار لمونځ قضا کړ؛ ځان باندې یې لازم کړي دي چې په بدل کې یې باید ۲۰ رکعته نفل وکړي. یا کله یې چې سهار تلاوت و نه کړ؛ په ځان باندې یې جبري کوي چې په بدل کې یې باید ۲ سیپارې قرآن تلاوت کړم، دا ده چې موږ اصلاح کېږو.)
دغسې باید د تکیه کلام او اضافي خبرو په اړه هم یو ښه سیستم جوړ شي.
هر ځل چې اضافي خبره رانه وشوه د تنبېه یوه لاره باید موجوده وي چې ورسره موږ متوجه شوو. له دې وروسته به کرار کرار عادت کېږو.