د پاچا او ښځې قضیه افشا سوه خو قاضی پری پوهه هم ....Click See more
پاچا ډېر عیاش او حسن پرست و، حرم به یې له ښکلو نجونو ډک و، په کومه نجلۍ چې به یې زړه راغی،ماښام ته به یې په بستر ناسته وه ـ
د پاچا وزیر ډېر هوښیار او مخلص و په هر کار کې به یې د پاچا نظر اخیست او په هره ناسته کې به شریک و ـ
یوه ورځ محل ته عامه بلنه وه ټول وزیران او مشاورین له خپلو مېرمنو سره راغلل د پاچا نظر د وزیر په ښځه پرېوت دومره ښکلې ښځه یې په حرم کې هم نه وه لیدلې څومره چې د وزیر ښځه ښکلې وه ـ د معمول په څېر د پاچا عادت راپورته شو؛ خو خبره دا وه چې دا ځل یې پر وړاندې کومه عامه ښځه نه وه بلکې د هغه تر ټولو نږدې او مخلص وزیر ښځه او عزت و ـ
ټوله شپه ویده نه شو او د وزیر د ښځې په اړه په فکر کې و، هیڅ لار ورته نه ښکارېده بالآخر یې دماغو یو پلان جوړ کړ چې سهار شو، وزیر یې دربار ته وغوښت او د یو لیک په ورکولو یې ورته وویل چې د فلاني هېواد پاچا ته یې ورسوي؛ خو دا لیک به پخپله وزیر وړي، د دومره پټ لیک لپاره یې له وزیر پرته په بل چا باور نه شي کولای.
وزیر د تل په څېر پاچا ته وویل د حکم تعمیل کېږي،په ټول امانت به یې خاوند ته رسوي ـ
بل سهار ته وزیر له خوب پاڅېد له ښځې سره له لیدو وروسته په یوه اوږده سفر روان شو ـ
پاچا چې ډاډه شو وزیر یې په سفر وتلی؛ نو له محل ووت او په کرار ـ کرار د وزیر تر کور ورسېد،بې له ور ټکولو نېغ کور ته ننوت، د وزیر ښځې لامبلي وو لمر ته ناسته وه خپل وېښتان یې وچول، ناڅاپي د پاچا په لیدو حېرانه شوه ،پورته شوه د پاچا هر کلی یې وکړ ویل اعلیحضرت دې سلامت وي زموږ د غریبو کور ته مو څنګه تشریف راووړ ـ پاچا ویل د سېل په کولو مې مخه دلته شوه فکر مې وکړ له خپل خاوند پرته یوازې په کور یې، احوال دې واخلم، کوم څه ته اړتیا که لرې ،په تا پام ساتنه مې مسولیت دی ـ
پاچا له تواضع وروسته د مطلب خبرې ته راغی ... د هغې د حسن ستاینه یې پیل کړه ویل ستا په څېر ښکلې ښځه یې تر اوسه نه ده لیدلې ـ د وزیر ښځه ډېره هوښیاره مېرمن وه له وړاندې شکمنه شوې وه چې په لوی لاس یې خاوند په یوه پلمه ډېر لیرې هېواد ته لېږلی دی، دې لپاره چې په نه شتون کې یې ما پخپل جال کې واچوي ـ
ویل اعلیحضرت ! زمری د ځنګل پاچا وي ورسره نه ښایي چې مردارې وخوري او په ګندګۍ کۍ خوله ووهي، نو کله چې واکمن پخپله لوټمار او شوکمار شي؛ ولس د انصاف لپاره چاته ورشي؟ په جوټه لوښي کې خوله کښته کول د پاچا سلامت د شان خلاف دي.
د وزیر ښځې له خولې یې چې داسې عقلمنې خبرې واورېدې، پاچا ته پخپل حرکت سخت افسوس ورغی ،ولاړ شو او له کوره ووت ـ
بل خوا وزیر چې تر ډېره مزل کړی و، وریاد شول چې لیک خو یې د بالښت لاندې هېر کړی، آس یې ستون کړ او بېرته د لیک راخیستنې لپاره کور ته راروان شو ـ
کور ته چې ورسېد د بالښت لاندې لیک راخیستو پر مهال یې د پالنګ لاندې په ځمکه نظر شو د پاچا د پښې پڼه وه چې په بیړه تلو کې یې هېره شوې وه ـ
په فیروز وزیر سر وګرځېد، غلی شو، پوه شو چې پاچا د دې لپاره په سفر لېږه چې خپل مطلب پوره کړي ـ فېروز چا ته له ویلو پرته غلی له کوره ووت، لیک یې ورساوه او بېرته د پاچا خدمت ته عارض شو ـ پاچا د انعام په توګه سل دینار ورکړل، فېروز دینار په لاس بازار ته لاړ او د ښځو کالي او نور شیان یې واخیستل کور ته لاړ ـ ښځې ته یې سلام وکړ د ځان جوړولو یې ورته وویل چې د پلار کور ته یې ځي ـ
ښځې یې وپوښت دا څه دي ـ وزیر ویل د پاچا د انعام په پیسو یې دا شیان واخیستل ـ مېرمن یې ځان جوړ کړ او د پلار کور ته روان شول.
د زوم او لور راوړیو توکو ته په کتو یې خسر ډېر خوشحاله شو فېروز خپله ښځه پرېښوه راووت او تر یوې میاشتې یې هیڅ حال احوال وانخیست او نه یې بېرته راوسته ـ
اوښی یې لیدو ته راغی ویل خور یې داسې څه کړي چې د خفګان او غوسې لامل دې هم نه وایې ـ یا یې راوله او یا قاضي ته لاړ شئ ـ فېروز ویل سمه ده چې تاسې غواړئ قاضي ته به لاړ شو؛ خو پر ما یې نور هیڅ حق نه دی پاتې چې ما نه وي ورکړی.
قضیه یې قاضي ته یووړه ،دا وخت پاچا هم له قاضي سره ناست دی د ښځې ورونو وویل الله دې پاچا سلامت او قاضي صیب دایم و قایم لري،موږ یو سمسور او له مېوو ډک باغ او ورسره د خوږو اوبو یوه څاه دې شخص (وزیر) ته سپارلي وو؛ خو دې شخص زموږ باغ ونړاوه ټولې مېوې یې وخوړې، ونې یې پرې کړې او څاه یې خرابه کړه ـ
قاضي فېروز ته وکتل ویې پوښت: ته څه وایې !
فېروز ویل قاضي صیب، کوم باغ چې ماته راکړل شوی و، له پخوا یې په بهتر حالت کې بېرته ورسپارلی دی.
قاضي یې اوښي وپوښتل: آیا رښتیا هم فېروز په بهتر شکل باغ درسپارلی دی؟ ویل هو؛ خو موږ ترې د باغ بېرته سپارنې لامل پوښتو.
قاضي وویل: فېروزه څه ویل غواړې
دا ځل فېروز وویل: باغ یې د کومې کینې یا کرکې له امله نه دی پرېیښی، د دې لپاره یې پرېیښی چې یوه ورځ باغ ته په ننوتو یې د زمري پنجې ولیدې وډار شوم چې سبا ته ما ونخوري؛نو د دې لپاره د زمري د درناوي له امله یې باغ ته تلل بند کړل.
پاچا چې تکیه وهلې وه او دا هر څه یې په غور اورېدل رانېغ شو کېناست او ویې ویل، فېروزه! خپل باغ ته ډاډه ورستون شه والله په دې کې هیڅ شک نشته چې زمری دې باغ ته تللی و؛ خو نه یې هلته کوم اثر پرېښود، نه یې کومه پاڼه بېله کړی شوه او نه یې کومه مېوه وخوړی شوه ـ هلته د ډېر لږ وخت لپاره پاتې شو او بېرته نهیلی ستون شو ـ
په خدای قسم، کله مې هم ستا د باغ د دېوالونو په څېر مزبوت دېوالونه نه دي لیدلي ...
فېروز خپل کور ته وګرځېد او خپله مېرمن یې له ځان سره واخیسته کور ته راغلل.
نه قاضي پوه شو او نه بل څوک چې کیسه څه وه..
څومره ښه ده چې د خپل اهلُ عیال راز وساتلی شي د دې لپاره چې خلک پوه نه شي.
ژوند مو له خوشحالیو ډک.
د لوېدلي لمر ستاینې ـ ناچاپ
نوټ : لیکنه د ګران شفع الله تاند له پاڼې