دروغجن ولی درواغ وايی

درواغجن ولی درواغ وایی ؟ څه ډول درواغ کشفیدای سی ؟ ساینس درواغ په هکله څه وایی ؟ درواغ له پارسی ژبی دروغ کلیمی څخه اخیستل سوی. دروغ خپله له ( دو رخ ) څخه جوړ کلیمه ده چی معنی یی دوه مخی. په اصطلاحی ډول درواغ هغه څه ته وایی چی رښتیا نوی. ساینس پوهانو ویلی تراوسه پوری داسی څوک نسته چی درواغ یی نه وی ویلی ځکه درواغ انسان بیخی له وړکتوب څخه شروع کوی یعنی کله چی ماشوب یو کلنی ته ورسیږی کرار کرا درواغو مهارت زده کوی کله چی ۳ کلنی او ۴ کلنی ته ورسیږی ښه وړتیا لری چی دا به تاسو هم مشاهده کړی وی. څنګه چی درواغ یو مهارت دی او انسان یی زده کوی همدغه ډول هیریدا هم سی ( البته د درواغجن او ریښتنی دماغ هم توپیر لری چی لږ څه وروسته به ذکرسی ) خو دا هله کیږی چی یو ځل انسان خپل په وجود کانترول لاسته راوړی یعنی په ښه او بد پوه سی. ولی څوک درواغ وایی ؟ درواغجن درواغ دخپل شهرت زیاتولو، دمشکل رفع کولو ، دنورو احساساتو ساتلو ، دخپل سهوی او غلطیو پټولو ، دشخصی ګټو ، دټولنیز حیثیت لوړولو ، دبل کس حیثیت ته زیان اړولو ، دهغوی شهرت ته زیان اړولو او نور په منظور ویل کیږی. ساینس ددرواغو په هکله څه وایی ؟ ددرواغو په وخت کښی دانسان دماغ دنده څه ده ؟ کله چی درواغ ویل کیږی درواغجن باید دوه کاره په یوخوت کښی ترسره کړی. ۱- درواغ جوړکړی ۲- رښتیا او حقیقت پټ کړی ساینس پوهان درواغ له څو لسیزو راهیسی مطالعه کوی او هڅه کوی ترڅو داسی لاری چاری ولټوی چی درواغ کشف کړل سی. پدی برخه کښی دسوهیلی کلیفورنیا نومی پوهنتون څیړنه کړی څیړونکو دعادی (ریښتنی ) او درواغجن کس دماغ پرتله کړی. دغه څیړنکو دڅیړنو وروسته دا ښوولی چی درواغجن ددماغ مخکنی برخه چی د Frontal Cortex په نامه یادیږی سپینه ماده ترعادی کسانو ۲۵ سلنه زیاته ده. دغه زیاته ماده د Networking یعنی شبکی حیثیت لری یعنی دزیاتو معلوماتو ته ارتباط او ړیکی ورکوی ترڅو درواغجن وکولای سی مختلف معلومات راغونډ کړی او هم حقیقت پټ یا افشاکړی. تاسوبه شاید فکر کړی وی چی داکسان دومره ماهره دی ولی دوی هرکله بریالی نوی ؟ دغه کسان (درواغجن) په عینی حال کښی ددماغ وروستنی برخه چی زیات ماده یی خړرنګه ده ترعادی کسانو ۱۴ سلنه کمه ده دا هغه برخه ده چی انسان ژور فکر ، تصمیم او اراده کوی. دوی دابرخه کمه لری هغه کسان چی ریښتینی وی دوی ټولی برخه په کار اچوی یعنی درواغ هم

Popular posts from this blog

يوې مېرمنې د یوه هلک څخه د پینځه لکه ډالرو په بدل کې وغوښتل چې..See More

ښځه صرف په دغه دوه شرطونو په بشپړه مانا خپل ځان خاوند ته حواله کوي

ا.. مخکې سیټ کې دې کینولې وه ما ویل ګنې بیا دې کومه یوه غاړې ته کړې؟ ما ويل هو کنه ....see more