نجلی ته يو ځوان د مسینجر له لاری هغه...........See more

حقایق پټ پاتې کېږي. ځوان ته یوه نجلۍ او نجلۍ ته یو ځوان له مجازي لارو څخه درواغ ویلی شي، حقایق پټولی او اصلي مسایل حاشیې ته وړلی شي. نو باید چې پوره اعتماد یې په خبرو ځکه و نه شي چې کېدای شي د اصلي کیسې او تظاهر ترمنځ ځمکه آسمان توپیر وي؛ - د هر ډول ځواب له پاره باید آماده و اوسو. کېدای شي زه به په مسنجرونو کې له ۲۰ کسانو سره اړیکې ولرم؛ خو په ۲۰ کې مې انتخاب یو وي. احتمال شته چې زه د واده وړاندیز ورته وکړم او هغه راته ووايي چې «نه». په دغه «نه» کې چې څومره زور او دروندوالی دی؛ د هغه د حمل وړتیا باید زه ولرم؛ - کېدای شي ژر دوکه شو، موږ نه شو کولای چې د یوه انسان اصلیت او شخصیت د هغه د پروفایل انځورونو څخه مالوم کړو. معمولاً هغه عکسونه ټولنیزو رسنیو ته پورته کېږي چې ښه لاس پرې وهل شوی وي. مثلاً زه نن ۵۰ عکسونه اخلم. غرمه دغه ۵۰ عکسونه گورم آخر مې ۲ په کې خوښ شي، هماغه دلته پورته کوم؛ ولې مې دا ۴۸ نور پټ کړل یا خوښ نه شول؟؛ - اعتماد سخت دی؛ څوک به یې راسره و نه مني؛ خو په ۱۳۹۲ کې د ... ولایت یوه ۲۰ کلن ځوان د ... ولایت له یوه ۵۰ کلن کس نه په یوه کال کې شاوخوا پنځوس زره ۵۰۰۰۰ افغانۍ په کرېډېټ کارتونو کې وهلې وې. د دغه هلک غږ هم نجونو ته ورته و؛ - د بېلتون احتمال ځکه ډېر دی چې یو کس که ۱۰۰ صفتونه ولري؛ یوازې یې ۱۰ یا ۲۰ صفات پېژندلی شوو؛ خو چې ژوند مو ورسره پيل کړ او پاتې نور ۸۰ صفتونه یې کرار کرار ووینو، دلته ده چې «طلاق» ته مو زړه وشي؛ - چټونه هغه ته یو پوښ او مجازي تصویر ورکوي. زه مثلاً یوه نجلۍ یم؛ یو هلک راته مسج وکړي چې ستا له لاسه مې خوب ورک دی ستا له امله د خیالونو په دنیا کې ورک یم ډوډۍ ته مې زړه نه کېږي او...؛ -موږ به دغه جملې تصویري کړو. له دغو به تصویر جوړ شي او هغه تصویر به هره شېبه مخامخ را تر سترگو شي. چې ویده کېږو هم؛ نو دغه جملې به رایادې شي؛ او موقتي خوشالي به ترلاسه شي؛ - دلته اړیکې پرې کول آسانه دي. مثلاً زه له یوې سره دا ۲ میاشتې کېږی اړیکه لرم، نن ورته وایم چې واده راسره کوې؟ که یې وویل چې «نه». هماغه شېبه به یې بلاک کړم. له غرمې وروسته به د بلې شا ونیسم. که هغه و نه شو، بله. او دغسې پسې ورځه!؛ - په حقیقې ژوند کې مور او پلار د اولاد په وړاندې، خاوند د ښځې په وړاندې، ورور د خور او ملگری د بل ملگري په وړاندې د مسؤولیت احساس کوي. تاسو یې وینئ چې په ټولنه کې طلاق داسې آسانه نه دی او نه هم څوک ژر ورته زړه ښه کوي. طلاق په خپل ځای خو د ښځې او مېړه نوم هم بدېږي. بله ورځ څوک ورسره اړیکه نه جوړوي، وایي دا خو طلاقیان دي؛ - خو دلته کیسه داسې ده چې زه د نجلۍ په وړاندې او نجلۍ زما په وړاندې د هیڅ مسؤولیت احساس نه کوي. هره شېبه او هره دقیقه د بلاک او اړیکې پرې کولو امکان شته. او بلاک ډېره آسانه هم دی؛ نیمه دقیقه کې کار کېږي؛ د بحث خلاصه: هر ځوان ته دې خدای هغه پېغله ور په نصیب کړي چې خوښه یې وي؛ او هره مؤمنه پېغله دې الله تعالی هغه کور کې نصیب کړي چې د دې په طبیعت برابره کورنۍ وي. آمین. د شیخ صاحب حسن جان (رحمه الله) یو بیان کې مې واورېدل: عمر رضي الله عنه غوښتل چې د علي رضي الله عنه لور ځانته په نکاح کړي؛ نو علي رضي الله عنه ته یې وویل چې په یوه پلمه دې خپله لور راولېږه چې زه یې یو ځل وگورم. که مې خوښه شوه په نکاح به یې کړم. هغه راغله، د عمر رضي الله عنه خوښه شوه، او په نکاح یې کړه. مانا دا چې چا سره د واده کولو نیت لرو او واقعاً یې لرو هغه لیدلی او ارزولی شو

Popular posts from this blog

يوې مېرمنې د یوه هلک څخه د پینځه لکه ډالرو په بدل کې وغوښتل چې..See More

ښځه صرف په دغه دوه شرطونو په بشپړه مانا خپل ځان خاوند ته حواله کوي

ا.. مخکې سیټ کې دې کینولې وه ما ویل ګنې بیا دې کومه یوه غاړې ته کړې؟ ما ويل هو کنه ....see more