تمثیل
وایي، یو وخت سیالۍ پیل شوې چې څوک د مشهور کومېډین چارلي چپلین په څېر ځان جوړولی شي. په سیالیو کې چارلي چپلین هم ګډون وکړ او ۲۰م مقام یې خپل کړ.
مانا دا چې تاسو د خپل ځان او شخصیت تر ټولو ښه تمثیل کوونکي یاست؛ خو هڅه مه کوئ، چې د خپل شخصیت تمثیل تمثیل کړئ. زه وایم، د هنر کلیشه د هنر مرګ دی. چارلي په سیالیو کې د خپل هنر تابلو وتراشله، تمثیل یې تمثیل کړو، کلیشه شو او ۲۰م مقام ته شاته شو. د یو ځل تمثیل په تمثیل یې د خپل هنر تراشي شل ځله کلیشه کړه.
ډېر تراشل د کاڼو ښه دي چې هندارې شي؛ د هنرونو هغو نه!
اورښت