ماشومتوب ژوند يو بېل کيف لری

د ماشومتوب ژؤند یو بېل کيف لري. انسان د ژؤند له هر رنګه ناخوالو څخه بې خبره وي، هره شېبه د یو داسې ژؤند په اړه فکر کوي چې په همغه شېبه ترې خوند واخلي، د باقي ژؤند لپاره یې چندانې فکر نۀ وي. د ماشومانو نړۍ ډېره خوږه وي، ډېره له ستونزو خالي وي، ډېره مينه ناکه وي. د ماشوم نړۍ داسې عاطفي او د مينې نړۍ وي، چې په ژؤند کې په هر انسان باندې یو ځل راځي او د ژؤند نایابه مزه په ماشومتوب کې وي. زۀ چې له ښار، مکتب او پوهنتون یا عموم کې له بهر څخه کور ته راځم، کوچنی ورور مې "صدیق" دروازې ته را منډې کړي، د یو څۀ په لټه کې وي، ګمان یې دا وي چې ګوندې د خوراک لپاره یې یو څۀ راته راوړي وي؛ خو زۀ یې هم خالي نۀ پرېږدم، یو څۀ حتما د خېټې/خوراک لپاره ورته راوړم.😉 اوس لوند خېشت کوټې ته را ننوتۀ، وایي: موبایل راکړه، چې ګېم ور پکې وکړم... مطلب د ماشومانو د ژؤند نړۍ زموږ ستاسو په لاس کې ده، څۀ ډؤل یې چې اموخته/ عادت کوو، هماغه ډؤل انسان به پکې را لویېږي، عاطفوي برخه، انساني برخه، د ښۀ ژؤند تېرېدنې برخه او په ټولنه کې د هوساینې او کړو وړو برخه... دا ټول هر څۀ زموږ له برخوردونو اخېستی شي. مثلاً: که یو څوک سخت زړي وي، شاید د کورنۍ ماشومان یې هم قهرېدلي او غوسه ناکه انسانان شي. هدف دا دی، چې د کورنۍ ماشومانو ته مینه ورکړئ، تر څو دوی هم په ترحم کې ژؤند وکړي او نورو ته یې هم خیر ورسیږي.

Popular posts from this blog

يوې مېرمنې د یوه هلک څخه د پینځه لکه ډالرو په بدل کې وغوښتل چې..See More

ښځه صرف په دغه دوه شرطونو په بشپړه مانا خپل ځان خاوند ته حواله کوي

ا.. مخکې سیټ کې دې کینولې وه ما ویل ګنې بیا دې کومه یوه غاړې ته کړې؟ ما ويل هو کنه ....see more