لږه شيبه سوچه وکړی see more
کېږي!
دې دنيا کې لږه شېبه سوچ وکړئ.او خپل پيدايښت ته نظر وکړئ. الله مه کړه که څوک غرور لري ختم به شي.نن او تېر ژوند پرتله کړئ. روغتيا او ناروغتيا ته نظر وکړئ. سوالګر او شتمن وګورئ. ړوند او بنا ته ښه ځېر شئ. کوچنيتوب او نن حالات وسنجوئ. مالداري او غريبي دواړه ذهن ته راولئ. اخره کې د ژوند اصلي مقصد ته فکر وکړئ. چې ولې پيدا شوي يوو؟ موږ نه څه غوښتوونکي دي؟ خفګان به اول ختم کړئ. غټ والى ثبوت ددې دى، چې هر څه کولاى شئ. ناهيلي سوچه ختمه کړئ. هر څه چې تاسې غواړئ ورته رسېږئ به ؛ خو چې پخپل کار ؛ خو عقيده ولرئ. په الله ج داسې يقين وکړئ؛ لکه څنګه چې ابراهيم خليل الله ورباندې په اور کړى وه. الله ج ته ټولې چارې وسپارئ.وسوسې ختمې کړئ.دا د مشقت دنيا ده. خوشالي به هم ګورئ او خفګان هم. الله ج ته هر انسان د وس هومره مکلف او مسٶل ګرځولى دى. خپل وجود کې هنرونه مه وژنئ. تاسې باور وکړئ ډېر څه کولاى شئ. اول مو خپله ځانونه ډاډه کړي نه دي، بل چا هڅولي نه يئ. دا فکر ختم کړئ.دا نن ورځې مشکلات سبا ته نه پاتې کېږي. حوصلې لکه غرونه کړئ. چې ژوند وي کاروبار به جوړ شي. شکر اوباسئ چې په ټول اندامونو روغ يئ. ډېرو شتمنو باندې هر رنګه خوراکونه د ناروغتياوو په وجه بند وي. يو نيم د اوبو سره ډوډۍ خوري. چاته مه ځوريږئ. کوشش وکړئ د هغوى غوندې ځانونه جوړ کړئ. هغوى دې ته پوهان نه دي راغلي. هر چا تودې او سړې کتلي دي. د غوټۍ چې زړه پړق وچوي ګل ورنه جوړ شي. همدغه منظر کې سوچ وکړئ.نورو د خېر رسولو په لټه کې شئ. دا په ياد ولرئ انسان هېڅ نه شي کولاى. مه ډارېږئ! هغه جواهر چې وجود کې لرئ کار ورباندې وکړئ. يقين په الله ج وکړئ ستاسو خواري بېځايه کېږي نه. کفار څومره د ژوند اسباب جوړوي؟ د کوم کافر خواري بېځايه تللې؟ موږ شکر مسلمانان يوو. دا نن هم وخت لرئ.هېڅ کار ته ناوخته نه دى.هېڅ داسې شى نشته چې تاسې لاسته را نه وړئ.الله ج سمندرونو کې خپلو مخلوقاتو ته رزق ورکوي. مرغان سهار د ځالو څخه تشې ججورې پورته شي.ماښام ډکې ججورې ځالو ته راځي. د تېر وخت شاګران يوو.د وخت درس ډېر مهم دى. وخت چې کوم درس درکړه تل يې ياد ساتئ. هغوى چې مدام درته سمه مشوره نه درکوي واټن ترې واخلئ. پرېږدئ الله ج ته.هېچا ته نيت بد مه ساتئ؛ ځکه الله ج فيصلې په نيتونو کوي. د رب ثناء او صفت بيان کړئ چې روغ او جوړ يئ. همدا نن مو ټول ګناهونه بښل کېږي؛ فقط رښتينې توبه اوباسئ.