Posts

د ښايست وروستۍ نښه چې په بدن کې ...See More

Image
د ښايست وروستۍ نښه چې په بدن کې يې د نورو غړو په پرتله ښکلا تر ډېره پاتې کېږي سترګې دي. سترګې وروستۍ عضوه ده چې ښکلا يې تر نورو وروسته ختمېږي او اوبه کېږي‌. کېدای شي ډېر پخواني ښکلي ووينئ چې مخ يې ګونځې ګونځې شوی وي ، وېښتانو او څېرې يې هغه طراوت او تازه ګي له لاسه ورکړی وي خو سترګې يې لا هم ځلېږي او د پخواني ښايست کيسې کوي. تاسې يې منئ؟

د تکیه کلامونو اصلي لامل پيدا .....See more

Image
د تکیه کلامونو اصلي لامل! کېدای شي په دې برخه کې استثناء هم وي؛ خو معمولاً تکیه کلام د عصبي فشار له پاره یو کالب دی. مثلاً: - پرون تللی وم هرات ته، اورې. په موټر کې ناست وم اورې چې یو کس راغی، زما موټر یې پنچر کړی اورې او زه خبر شوی هم نه یم اورې؟ - اوس موږ د کرونا وایروس له پاره یو درمل پیدا کړی خبره واوره، ته یې عملي کړه خبره واوره چې خدای صحت درکړي خبره واوره. - څه ورته وايي، دا پاکستان چې دی، څه ورته وايي لومړی برتانوي هند و، دغه څه ورته وايي انګرېزانو دا نقشه جوړه کړې وه او څه ورته وايي پنجابیانو عملي کړه. دا څه ورته وايي په ۱۹۴۷ کې پاکستان ایجاد شو. یا داسې نور ساري. وا دې ورېده! سر دې خلاص شو ځواني دې نصیب شه وایم اممم اهههم آه د تکیه کلام د ایجاد یو لامل د شخص له خوا اړیکوییکو د ستونزې او نه استعمال له وجې هم ده. دوی نه شي کولای یوه جمله له بلې هغې یا هم مبتدا له خبر سره ونښلوي. دوی مجبور دي چې له تکیه کلام څخه د یوه لېنک په توګه کار واخلي. او ویل کېږي چې دغه خلک له کمزورې قوې څخه برخمن دي چې تمرکز وکړي. هغه انسان چې د تمرکز قوت نه لري، نه شي کولای دوه، درې یا لس جملې پرله پس...

نجلی ته يو ځوان د مسینجر له لاری هغه...........See more

Image
حقایق پټ پاتې کېږي. ځوان ته یوه نجلۍ او نجلۍ ته یو ځوان له مجازي لارو څخه درواغ ویلی شي، حقایق پټولی او اصلي مسایل حاشیې ته وړلی شي. نو باید چې پوره اعتماد یې په خبرو ځکه و نه شي چې کېدای شي د اصلي کیسې او تظاهر ترمنځ ځمکه آسمان توپیر وي؛ - د هر ډول ځواب له پاره باید آماده و اوسو. کېدای شي زه به په مسنجرونو کې له ۲۰ کسانو سره اړیکې ولرم؛ خو په ۲۰ کې مې انتخاب یو وي. احتمال شته چې زه د واده وړاندیز ورته وکړم او هغه راته ووايي چې «نه». په دغه «نه» کې چې څومره زور او دروندوالی دی؛ د هغه د حمل وړتیا باید زه ولرم؛ - کېدای شي ژر دوکه شو، موږ نه شو کولای چې د یوه انسان اصلیت او شخصیت د هغه د پروفایل انځورونو څخه مالوم کړو. معمولاً هغه عکسونه ټولنیزو رسنیو ته پورته کېږي چې ښه لاس پرې وهل شوی وي. مثلاً زه نن ۵۰ عکسونه اخلم. غرمه دغه ۵۰ عکسونه گورم آخر مې ۲ په کې خوښ شي، هماغه دلته پورته کوم؛ ولې مې دا ۴۸ نور پټ کړل یا خوښ نه شول؟؛ - اعتماد سخت دی؛ څوک به یې راسره و نه مني؛ خو په ۱۳۹۲ کې د ... ولایت یوه ۲۰ کلن ځوان د ... ولایت له یوه ۵۰ کلن کس نه په یوه کال کې شاوخوا پنځوس زره ۵۰۰۰۰ افغانۍ په...

د پاچا او ښځې قضیه افشا سوه خو قاضی پری پوهه هم ....Click See more

Image
پاچا ډېر عیاش او حسن پرست و، حرم به یې له ښکلو نجونو ډک و، په کومه نجلۍ چې به یې زړه راغی،ماښام ته به یې په بستر ناسته وه ـ د پاچا وزیر ډېر هوښیار او مخلص و په هر کار کې به یې د پاچا نظر اخیست او په هره ناسته کې به شریک و ـ یوه ورځ محل ته عامه بلنه وه ټول وزیران او مشاورین له خپلو مېرمنو سره راغلل د پاچا نظر د وزیر په ښځه پرېوت دومره ښکلې ښځه یې په حرم کې هم نه وه لیدلې څومره چې د وزیر ښځه ښکلې وه ـ د معمول په څېر د پاچا عادت راپورته شو؛ خو خبره دا وه چې دا ځل یې پر وړاندې کومه عامه ښځه نه وه بلکې د هغه تر ټولو نږدې او مخلص وزیر ښځه او عزت و ـ ټوله شپه ویده نه شو او د وزیر د ښځې په اړه په فکر کې و، هیڅ لار ورته نه ښکارېده بالآخر یې دماغو یو پلان جوړ کړ چې سهار شو، وزیر یې دربار ته وغوښت او د یو لیک په ورکولو یې ورته وویل چې د فلاني هېواد پاچا ته یې ورسوي؛ خو دا لیک به پخپله وزیر وړي، د دومره پټ لیک لپاره یې له وزیر پرته په بل چا باور نه شي کولای. وزیر د تل په څېر پاچا ته وویل د حکم تعمیل کېږي،په ټول امانت به یې خاوند ته رسوي ـ بل سهار ته وزیر له خوب پاڅېد له ښځې سره له لیدو وروسته ...

هغه پوښتنې چې د وظیفوي مرکې په پای کې .......Click See more

Image
هغه پوښتنې چې د وظیفوي مرکې په پای کې باید وپوښتل شي لیکوال: جاکولین سمیت ژباړونکی: نصیراحمد نظري دا باید په یاد ولرۍ چې وظیفوي مرکه یوې دوه طرفه کوڅې ته ورته ده: تاسې باید له مرکه کوونکي څخه داسې پوښتنې وکړئ، لکه هغوی یې چې له تاسې څخه کوي؛ ترڅو د دواړو قناعت وشي چې تاسې د وظیفې لپاره او موسسه یا اداره د تاسو لپاره مناسب ځای دی. کله چې تاسې ته وخت درکړل شو او درته وویل شول، «که پوښتنه لرئ، نو مهرباني و یې وپوښتئ»؛ تاسې باید له دغه وخت څخه سمه ګټه پورته کړئ. په دې وخت کې تاسې باید نه یوازې دا څرګنده کړئ، چې په دغې موسسه یا اداره کې کار کول ستاسو د خوښۍ سبب ګرځي، بلکې هدفونه مو د دوی له کار سره موازي او برابرې دي. د مېرمنو لپاره د کار موندنې د وېب پاڼې (د کوم کار لپاره؟) اجرایوي رییسه، ټېري هاکېټ، وایي، « د پوښتنو بهیر د مرکې ډینامیک او د استخدام د مدیر انګیرنه په بشپړه توګه بدلوي؛ پوښتنې کول همدارنګه تاسو ته فرصت درکوي، چې د پام وړ وظیفې اړوند ډېر جزییات لاسته راوړي». د ټالېنټ زو مشر، امی هو وېر، وایي د پوښتنو د برابرولو لپاره تل یو بل لامل هم شته، « له تاسې څخه د پوښتنو کولو تمه کیږي،...

ا.. مخکې سیټ کې دې کینولې وه ما ویل ګنې بیا دې کومه یوه غاړې ته کړې؟ ما ويل هو کنه ....see more

Image
زنګ یې راوکړ وای چیرې یې؟ مال فلان ځای روان یم کور خواته ځم. وای بچیش دروغ مه وایه ما ولیدې، مال درسره ناست وو وېدیوړه.......؟ ما ویل هو ولا مال خو راسره دی. نو چیرې یې وړې؟ کور ته یې وړم. ولې کور؟ ځکه چې میرمنه مې ده. نه مړه؟ ما ویل هو ولا.. مخکې سیټ کې دې کینولې وه ما ویل ګنې بیا دې کومه یوه غاړې ته کړې؟ ما وویل ولې خپله میرمنه مخکې سیټ کې وړل ګناه ده؟ وایي نه کنه بیا هم... ماویل څه به ووایم یاره.. وایي وبخښه یار لکه چې غلط شوم؟ ما ویل نه؛ تا نه ملامتوم دا بد کلتور زموږ د ټولنې دود دی. میرمنې مې وویل: لکه چې ډیرو سپکو خلکو سره دې ناسته ده؟ ما ویل هو! ځکه چې زه خپله سپک یم!.

ماشومتوب ژوند يو بېل کيف لری

Image
د ماشومتوب ژؤند یو بېل کيف لري. انسان د ژؤند له هر رنګه ناخوالو څخه بې خبره وي، هره شېبه د یو داسې ژؤند په اړه فکر کوي چې په همغه شېبه ترې خوند واخلي، د باقي ژؤند لپاره یې چندانې فکر نۀ وي. د ماشومانو نړۍ ډېره خوږه وي، ډېره له ستونزو خالي وي، ډېره مينه ناکه وي. د ماشوم نړۍ داسې عاطفي او د مينې نړۍ وي، چې په ژؤند کې په هر انسان باندې یو ځل راځي او د ژؤند نایابه مزه په ماشومتوب کې وي. زۀ چې له ښار، مکتب او پوهنتون یا عموم کې له بهر څخه کور ته راځم، کوچنی ورور مې "صدیق" دروازې ته را منډې کړي، د یو څۀ په لټه کې وي، ګمان یې دا وي چې ګوندې د خوراک لپاره یې یو څۀ راته راوړي وي؛ خو زۀ یې هم خالي نۀ پرېږدم، یو څۀ حتما د خېټې/خوراک لپاره ورته راوړم.😉 اوس لوند خېشت کوټې ته را ننوتۀ، وایي: موبایل راکړه، چې ګېم ور پکې وکړم... مطلب د ماشومانو د ژؤند نړۍ زموږ ستاسو په لاس کې ده، څۀ ډؤل یې چې اموخته/ عادت کوو، هماغه ډؤل انسان به پکې را لویېږي، عاطفوي برخه، انساني برخه، د ښۀ ژؤند تېرېدنې برخه او په ټولنه کې د هوساینې او کړو وړو برخه... دا ټول هر څۀ زموږ له برخوردونو اخېستی شي. مثلاً: که یو...