له UNDP څخه د ولسمشرغني غوښتنه؛
افغانستان له لوږې سره مخ دی مرسته راسره وکړئ

ولسمشر غني په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیایي ادارې (UNDP) له مشر سره په لیدنه کې د یادې ادارې له مشره غوښتنه کړې ده
چې له افغانستان سره مرسته وکړي. له ارګه د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ ولسمشر، عبدالله الدرداري ته ویلي چې یو این ډي پي دې د افغان حکومت د هغو مهمو او ملي برنامو چې هدف یې له لوږې سره مبارزه او د افغانستان انکشاف سره مرسته ده، ملاتړ او همکاري وکړي څو په افغانستان کې د سولې د تامین او اقتصادي ودې لامل شي. ولسمشر غني زیاته کړې، د حکومت مهم لومړیتوب د افغانستان اقتصادي وده، د سولې تامین او ځان بسیاینه ده. هغه ویلي، د ملي دسترخوان او امنیتي میثاق په څېر د ملي برنامو پلي کېدل چې د خلکو په مشارکت اجرا کېږي افغانستان دې هدف ته نږدې کولی شي.

Popular posts from this blog

يوې مېرمنې د یوه هلک څخه د پینځه لکه ډالرو په بدل کې وغوښتل چې..See More

ښځه صرف په دغه دوه شرطونو په بشپړه مانا خپل ځان خاوند ته حواله کوي

ا.. مخکې سیټ کې دې کینولې وه ما ویل ګنې بیا دې کومه یوه غاړې ته کړې؟ ما ويل هو کنه ....see more