د امريکا په تېکساس کې یو عجيب کار شوی دی، په دې هېواد کې يوې مېرمنې په مارکېټ داسې يو کار وکړ داسې يو څه یې وغوښتل چې پنځوس زره ډالره يې له لاسه ورکړل او اوس امکان لري چې ان لس کاله قيد هم ورباندې وخېژي.دې مېرمنې په مارکېټ کې د يوې بلې مېرمنې ماشوم خوښ کړ او ورته يې وړانديز وکړ چې دوه نيکه لکه ډالر به ورکړي او دا ماشوم دې ورباندې خرڅ کړي، وروسته یې وړاندیز لوړ کړ او د ماشوم مور ته یې وویل چې پینځه لکه ډالر به ورکړي دا ماشوم دې په دې باندې خرڅ کړي، له دې پېښې سره سم د کوچنی ماشوم مور پوليسو ته زنګ وکړ، د لومړیو مالوماتو په اساس دا مېرمن پوليسو ونیوه او وروسته یې د ۵۰ زره ډالر په کفالت ادا کولو خوشي کړه، محکمه به یې څو ورځې وروسته دايره شي او که ورباندې ثبوت شي چې د ماشوم اخيستل او خرڅول کوي لس کاله به زنداني شي.